دوې نوې نقشې په افغانستان کې د ناامنۍ زياتوالی څرګندوي
سلام خان سلام خان

وال سټريټ ژورنال ، چې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه د ملګرو ملتو د 2010 کال دوې بېلابېلې نقشې لاسته ورغلي ، ليکي چې د افغانستان په اړه ملګروملتو امنيتي ارزونې د باراک اوباما دخوشبينۍخلاف دي. ملګرو ملتو په هغو دوو نقشوکې چې يوه يې د2010 کال په پيل کې او بله يې د همدې کال په پای کې جوړې کړي، د خپلوکارکوونکو لپاره د افغانستان سيمې او ولايتونه په څلورو رنګونو نښه کړي: د ډېر لوړ خطر سيمه، د لوړ خطر سيمه، د منځني خطر سيمه او د ټيټ خطر سيمه. په هغه نقشه کې چې د 2010 کال په پای کې جوړه شوې، په څرګنده توګه د لوړ خطر سيمې زياتې شوي دې

  د پنتاګون هغه رپوټ چې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه کانګرس ته وړاندې شوی ، هم ورته وضعيت انځوروي، دغه رپوټ وايي چې له 2009 کال راهيسې په افغانستان کې بريدونه 70 په سلوکې زيات شوي او د 2007 کال په پرتله درې سوه په سلوکې زيات شوي دي . خو د نوې ستراتيژۍ د بيا کتنې په ترڅ کې د هغې ارزونې له مخې چې د باراک اوباما ټيم د افغانستان په وړاندې کړې، نړيوالو ځواکونو په افغانستان کې ښه پرمختګونه کړي اوپه يوشمېرسيموکې يې امنيت راوستی دی.

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه په يوه راپور کې ليکي: په افغانستان کې د ستراتېژۍ د پرمختګ په اړه د سپينې ماڼۍ د ادعاګانو خلاف، د ملګرو ملتونو له پټو نقشو داسې ښکاري، چې د افغانستان په ځينو برخو کې امنيتي شرايط تر پخوا ډېر نازک شوي دي. د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، دغې امريکايي ورځپاڼې د ملګرو ملتونو دوه نقشې له يو بل سره پرتله کړې دي، چې په لومړۍ نقشه کې د روان کال د لومړيو مياشتو، او په دوهمه هغه کې يې ددې کال د وروستيو مياشتو امنيتي حالت ښکاري. د وال سټريټ ژورنال د راپور له مخې په داسې حال کې چې په جنوب کې امنيتي حالت همداسې له خطرونو ډک په خپل حال پاتې دى، د شمال او ختيځ په ١٦ سيمو کې امنيتي شرايط نور هم خراب شوي دي. د بارک اوباما له هغې پرېکړې، چې تر ٢٠١٤ کال پورې يې افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو لپاره دوضعې اماده کولو په موخه ٣٠ زره نور سرتيري دې هېواد ته ولېږل، پوره يو کال تېرېږي. ددې مياشتې په لومړيو کې هم اوباما د افغانستان د جنګ په اړه، د خپلې ستراتېژۍ په بيا کتنه کې دغه ستراتېژي سمه وبلله مګر ګواښ يې وکړ، چې دغه پرمختګونه نازک دي. وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د اکتوبر مياشتې په نقشه کې په ګوته کړې، چې د شمال او ختيځ په ١٦ سيمو کې، چې امنيتي حالت يې مخکې ښه وو اوس له خطرونو ډک دى. دغې سيمې په بادغېس، سرپل، بلخ، پروان، بغلان، سمنګان، فارياب، لغمان او تخار ولايتونو کې په ګوته شوې دي. دغه ورځپاڼه وړاندې ليکي: يوازې دوې سيمې په شمال کې کندوز او په لويدېځ کې هرات هغه سيمې دي، چې امنيتي شرايط يې له مخکې نه ښه شوي دي. څېړونکي وايي په داسې حال کې چې د وسله والو طالبانو ډېرى مرکزونه په جنوب کې دي، په شمال کې هم امنيتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي. دغه امريکايي ورځپاڼه زياتوي ملګري ملتونه له دغو نقشو د خطرونو د ارزولو او د نوو طرحو د وړاندې کولو لپاره ګټه اخلي

د امریکا یو حقیقت موندونکی پلاوی چې د تیرو شلو ورځو راهیسې په افغانستان کې دی په دغه هیواد کې د امریکا د ستراتیژۍ وروستۍ بیا کتنه د افغانانو د غوښتنې پر خلاف بولي

دغه شپږ کسیز پلاوی چې په بامیانو ولایت کې د افغان رضاکارو ځوانانو په نوم له بنسټ سره یې یو ځای د دغې بیاکتنې په اړه په څو ولایتونو کې د خلکو د بیلابیلوبرخو نظرونه اخیستي دي، په افغانستان کې د جګړې دوام د ستونزې د حل لاره نه بولي،په دی پلاوی کی پخوانی ډیپلوماتان،دفوځ پخوانی لوړ مرتبه افسران او دبشر دحقوقو فعالان ګډون لري

د پلاوي یوې غړې او په افغانستان کې د امریکا د سفارت یوې پخوانۍ کارکوونکې میرمن ان رایت د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په ځینو هیوادونو کې د امرکايي ځواکونو چلند د امریکا د خلکو د اندیښنې سبب شوی دی

"د دارنګه ستونزې د حل لپاره د پوځي ځواک کارول هغه څه دي، چې موږ امریکايان یې هم په اړه اندیښمن یو. موږ اندیښمن یو چې زموږ حکومت زموږ پوځي ځواکونو ته اجازه ورکوي، چې په دې هیوادونو وحشي چلند وکړي

موږ وايو چې د افغان ملکي خلکو وژنه له سره د منلو وړ نه ده او د نړیوالو جنایتي فعالیتونو د له منځه وړلو لپاره چې طالبان یې هم کوي، پوځی عملیات ښه لاره نه ده."

خو د افغانستان د یو شمیر خلکو نظریات چې امریکايي حقیقت موندونکي پلاوي راټول کړي دي، وايي چې په افغانستان کې نه یوازې پرمختګ نه دی شوی بلکې په ځینو برخو کې ستونزې ډیرې شوي دي

د دې پلاوي په باور په افغانستان کې ۴۲ فیصده خلک له شدید فقر سره مخ دي او شاوخوا پنځوس فیصده یې د څښاک روغتیايي اوبو ته لاسرسی نه لري

په افغانستان کې که له یوې خوا د جګړې د بریالیتوب شونتیا کمه ښکاري، بل خوا په جګړې کې د ښکیلو خواو ترمنځ هم جوړجاړی ستونزمن بریښي

نړیواله ټولنه ټینګار کوي، چې وسلوالو مخالفین دې له القاعده لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون دې ومني او وسلوالو مخالفین بیا وايي، چې تر هغو به خبرې نه کوي چې بهرني ځواکونه له افغانستان نه وتلي نه وي

خو یو شمیر خلک په دواړو خواو ټینګار کوي چې د خبرو لپاره دې له خپلو مخکینیو شرطونو لاس واخلي، هغه واړندیز چې تراوسه پورې ورته د ښکیلو خواوو ځواب نه دی پیداکړي پای .

 


December 30th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات